دناورین څخه وروسته د کومک اوبیا رغونې اړوندمرسته (پښتو Pashto)
د لوی بیړني حالت په درشل کې او وروسته د مرستې په اړه معلومات، لکه طوفان، اور یا سیلاب.
On this page
- د بیړني حالت په درشل کې مرسته ترلاسه کړئ
- د بیړني حالت څخه وروسته سمدلاسه مرسته ترلاسه کړئ
- کور ته د راستنیدو پر مهال خوندي اوسئ
- د بیړني حالت وروسته اوږد مهاله مرسته ترلاسه کړئ
د بیړني حالت په درشل کې مرسته ترلاسه کړئ
درۍ صفره
که تاسو په سمدستي خطر کې یاست، نو 000 ته زنګ ووهئ.
دVicEmergency ویکټوریا
بیړني حالت مرستندویه ټیلیفوني کرښه
د ویکټوریا د بیړني حالت مستقیمه ټیلیفوني کرښه د ټولو لویو بیړنیو حالتونو څخه مخکې، په درشل کې او وروسته مهم
معلومات چمتو کوي، د طوفانونو، اورونو او سیلابونو په ګډون. پدې کې بیړنی خبرداری او معلومات شامل دي.
د VicEmergency ټیلیفوني کرښې ته په
شمېره زنګ ووهئ.
تاسو کولی شئ د ژباړې او ترجمې خدماتو ته په
زنګ ووهئ او له هغوی څخه وغواړئ چې د
VicEmergency
ټیلیفوني کرښې ته زنګ ووهي.
د ایالت بیړني خدمتونه
د ایالت بیړني خدمت (SES) کولی شي د سیلاب، طوفان،
ځمکې ښویدنې، سونامي یا زلزلې په جریان کې یا وروسته په ویکټوریا کې هر چیرې مرسته وکړي.
SES
ته په
شمېره زنګ ووهئ که:
- ونه را پرېوتلې وي او ستاسو کور یا موټر ته یې ساختماني زیان اړولی وي
- ستاسو چت ته زیان رسیدلی وي یا ډير څڅیږي
- یوه لویه ونه یایې څانګه را پرېوتې ده او ستاسو کور ته د ننوتلو یا وتلو مخه نیسي
- ستاسو په کور سیلاب راغلی یا سیلاب ستاسې کور ته د راتلو په حال کې دی.
که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، کله چې تاسو زنګ ووهئ
نو د SES د آپریټر څخه یې غوښتنه وکړئ.
د VICSES
ویب پاڼې څخه په خپله ژبه کې معلومات تر لاسه کړئ.
د بیړني حالت څخه وروسته سمدلاسه مرسته ترلاسه کړئ
د بیړنیو مرستو مرکزونه
د بیړنيو مرستو مرکز یو خوندي ځای دی چې تاسو کولی شئ د بیړني حالت په جریان کې یا وروسته د مرستې لپاره
ورشئ. دوی لومړني مرستندویه خدمات لکه خواړه، جامې، کمپلې، لومړنۍ مرستې، بیړنۍ سرپناه او معلومات چمتو کوي.
د بیړنیومرستومرکزونو ځایونه د
په ویب پاڼه کې لیست شوي دي.
بیړني کورونه
که تاسو د بیړني حالت وروسته استوګنځي ته اړتیا لرئ، د مرستې لپاره خپلې سیمه ایزې ښاروالۍ سره اړیکه ونیسئ یا
د بیړنۍ مرستې مرکز ته مراجعه وکړئ.
تاسو کولی شئ د ژباړې او ترجمې خدماتو ته په
شمېره زنګ ووهئ او د بیړني کور په اړه د خپلې ښاروالۍ د ژباړل شویو معلوماتود مرستې غوښتنه وکړئ.
د برېښنا قطع کېدل او ګډوډي
د سختې هوا له امله، لکه برېښنا، سېلابونه، د تودوخې څپې، د ځنګلونو اورونه یا تیز بادونه، بندښت او ګډوډي رامنځته کېدای شي.
که ستاسو بریښنا قطع شي، د بیا رغونې وختونو لپاره د خپل بریښنا ویش شرکت سره اړیکه ونیسئ.
د بیړنيو ستونزو تادیات
که ستاسو کور د لوی بیړني حالت له امله اغیزمن شوی وي، تاسو کیدای شي د ویکټوریا له حکومت څخه د بیړني سختۍ د
تادیې مستحق یاست. تاسو اړتیا نلرئ چې دا پیسې بیرته ورکړئ.
دوه ډوله تادیات شتون لري چې کیدای شي ستاسې لپاره شتون ولري:
- د بیړنيو مرستو تادیه
- د بیړنۍ بیا رغونې مرسته.
تاسو کولی شئ د
VicEmergency
ټیلیفوني کرښې ته په
شمېره په زنګ وهلو سره د تادیاتو غوښتنه وکړئ.
تاسو کولی شئ د ژباړې او ترجمې خدماتو ته په
شمېره زنګ ووهئ او له هغوی څخه وغواړئ چې د
VicEmergency
ټیلیفوني کرښې ته زنګ ووهي.
نور تادیات
تاسو کیدای شي د ناورین وروسته د آسټرالیا د حکومت څخه د نورو تادیاتو یا مرستندویه خدماتو لپاره هم وړیاست.
د آسټرالیا خدماتو
ته مراجعه وکړئ او ‘ژباړه’ غوره کړئ ددې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ:
- د آسټرالیا د حکومت د ناورین د بیا رغونې تادیه
- د ناورین څخه د بیرته را ګرځیدو لپاره د پیسو مرسته
- د ناورین مرستې تادیات (غږ)
- د طبیعي پیښو تادیات (غږ).
د هوساینې ملاتړ
هغه خلک چې د بیړنیو پیښو څخه اغیزمن شوي وي کیدای
شي د فزیکي، رواني او احساساتي غبرګونونو مخلوط تجربه کړي.
د خپلې احساساتي هوساینې د مدیریت او د ویکټوریا د بیړنۍ سختۍ تادیاتو ته د لاسرسي په اړه د ژباړل شويو معلوماتو
لپاره د کورنیو،انصاف او کور جوړونې څانګې ته مراجعه وکړئ.
کور ته د راستنیدو پر مهال خوندي اوسئ
د ځنګلونو د اور،سیلاب یا طوفان څخه وروسته، شرایط کیدای شي لاهم خطرناک وي.
که تاسو کډه شوي یاست، نو ترهغه وخته پورې بیرته کور ته مه راځئ ترڅو چې بیړني خدمات ووایی چې ستاسې راتګ
خوندي دی. دزیانمنو ودانیو، رالویدلو ونو او نا امنه اوبو په څیر خطرونو ته پام وکړئ.
خبراوسئ، دبیړنیو خدماتو لارښوونې تعقیب کړئ او د اړتیا په صورت کې د مرستې غوښتنه وکړئ.
د ځنګل له اور وروسته
- بیړنیو خدماتو ته انتظار وکړئ ترڅو تاسې ته دا تأئید کړي چې ستاسې بیرته راګرځیدل خوندي دي.
- د اور لګېدو له امله د زیانمنو شویو ونو، زیانمنو شویو سړکونو او پیاده روونو څخه محتاط اوسئ.
- که چیرې اسبیستوس زیانمن شوی وي، نو د جواز لرونکي مسلکي لرې کوونکی وګومارئ.
له سېلاب وروسته
- یوازې هغه وخت بیرته راشئ کله چې بیړني خدمات ووایی چې ستاسې راتګ خوندي دي.
- یو کسبګر وګمارئ چې وګوري چې ګاز او بریښنا خوندي دي.
- د اسبیستوس، فاضله موادو لیک اوفنګس څخه محتاط اوسئ.
له طوفان وروسته
- د بیړنیو خدماتو لپاره انتظار وکړئ ترڅو هر څه روښانه شي.
- د بریښنا د لوېدلو لینونو څخه لږترلږه د 8 څخه تر10 مترو لرې اوسئ.
- د ځوړندو څانګو، رالوېدلو ونو او د طوفان د کثافاتو څخه څارنه وکړئ.
د نورو معلوماتو لپاره، لیدنه وکړئ:
- له اور لګېدو وروسته: په خوندي ډول کور ته راستنېدل
- د سیلاب وروسته؛ په خوندي ډول کور تهراستنیدل
- ستاسو ملکیت ته د بیرته ستنیدو په وخت کې د انرژۍ خوندیتوب
- د برېښنا بندښت: د بدیل سونګ توکو کارول او په خوندي ډول د برېښنا تولید.
د بیړني حالت وروسته اوږد مهاله مرسته ترلاسه کړئ
د بیړني بیا رغونې تلیفوني کرښه
د ویکټوریا د بیړني بیا رغونې دفتر خلک د هغه مرستې سره نښلوي چې د ناورین څخه وروسته شتون لري، لکه د
ځنګلونو اور، طوفان یا سیلاب.
د بیړني بیا رغونې تماس لاین کولی شي تاسو سره د دې په اړه معلوماتوکې مرسته وکړي:
- ستاسو د رغیدوملاتړ لپاره خدمات
- د بیمې ادعاوې
- د رواني روغتیا یا هو ساینې خدمتونه
- قانوني ملاتړ.
د بیړني بیارغونې د تماس شمېرې ته پهtel:1800560760760 560 1800.
زنګ ووهئ. د ژباړونکي لپاره د 9 تڼۍ کیکاږئ.
د بیا رغونې مرسته
لاندې خدمات تل د بیړني حالت وروسته ستاسو د رغیدو لپاره شتون لري – لکه طوفان، ځنګل يا اور یا سیلاب.
لایفلاین
لایفلاین یوه خیریه موسسه ده چې ټولو هغو آسټرالیایانو ته
چې د احساساتي رنځ سره مخ دي 24 ساعته د بحراني حالت مرسته او د ځانوژنې د مخنیوي خدمات چمتو کوي.
ته مراجعه وکړئ یا 14 11 13 شمېرې
ته زنګ ووهئ.
د ژباړونکي سره څرنګه لایفلاین ته زنګ ووهئ:
- د 450 131 شمېرې ته زنګ ووهئ (د داخلي ټیلیفون لګښت پرې راځي).
- خپله ژبه ووایاست.
- ‘لایفلاین 14 11 13’ ووایاست.
- د اړیکې لپاره انتظار وکړئ.
- په خپله ژبه کې د لایفلاین د بحراني حالت مرسته کونکي سره خبرې وکړئ.
د ماشومانو د مرستې ټیلیفوني کرښه
د ماشومانو د مرستې کرښه د 5 څخه 25 کلونو پورې عمر لرونکو ځوانانو لپاره یوه وړیا، محرمه 24/7 آنلاین او د
ټيلیفون له لارې مشوره ورکوونکې خدمت دی.
ته مراجعه وکړئ
ته زنګ ووهئ. که تاسو ژباړونکي ته اړتیالرئ، د ملي ژباړې او ترجمې خدماتو ته په 450 131 زنګ ووهئ
او د ماشومانو د مرستې لاین سره د خبرو کولو غوښتنه وکړئ.
په ټيلیفون په کرښه نرس
د نرس آنکال یوه ټيلیفوني خدمت دی چې د راجستر شوي نرس لخوا د ورځې 24 ساعته، په اونۍ کې ۷ ورځې
سمدستي، متخصص روغتیا مشوره وړاندې کوي.
healthdirect.gov.au/nurse-on-call
ته مراجعه وکړئ یا
ته زنګ ووهئ.
که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، د ملي ژباړې او ژباړې
خدمت ته په 450 131 شمېرې ته زنګ ووهئ او د نرس
آنکال سره د خبرو کولوغوښتنه وکړئ.
Safe Steps (خوندي ګامونه)
خوندي ګامونه د ویکټوریا په اونۍ کې 7 ورځې په 24
ساعته ډول د کورني تاوتریخوالي بحراني خدمت دی، چې د
ټیلیفون له لارې مرسته وړاندې کوي. د دوی د بحراني حالاتو د ټیلیفون کرښه د لوړو روزل شوي، تجربه لرونکي
او خواخوږو کورنۍ تاوتریخوالي د بحران متخصصینو لخوا ځواب ورکول کیږي.
ته مراجعه وکړئ یا
ته زنګ ووهئ.
که تاسو ترجمان ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ چې:
- د دوی د بحراني حالاتو ټیلیفوني کرښې ته په 1800015188 شمېره زنګ ووهئ.
- ته بریښنالیک واستوئ، یا safesteps@safesteps.org.au
- په ویب چټ safesteps.org.au/live-chat کې
دوی ته پیغام واستوئ.
دوی باید په لاندېنیو مورادو پوه شي:
- ستاسوغوره ژبه
- د ټیلیفون شمېره چې تاسو سره اړیکه ونیسي
- تاسو ته د زنګ وهلو لپاره خوندي وخت.
یا تاسو کولی شئ ددوی ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ او د خپلې ژبې لټون لپاره ‘د لاسرسي مینو’ غوره کړئ.
The Orange Door (نارنجي دروازه)
هغو لویانو، ماشومانو او ځوانانو The Orange Door
لپاره خدمات وړاندې کوي چې د کورني تاوتریخوالي په شرایطو کې ښکیل دي.
خدمت د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9:00 بجو څخه د ماښام تر5:00بجو پورې خلاص وي (په عامه
رخصتیو کې تړل کیږي).
د خپل سیمه ایز خدمت موندلو لپاره د موقعیت یا پوسټ کوډ له مخې لټون وکړئ.
په خپله ژبه کې د معلوماتو لپاره
ته مراجعه وکړئ.
که تاسو ترجمان ته اړتیا لرئ، نو خدمت ته خبر ورکړئ:
- ستاسو د ټیلیفون شمیره
- ستاسو ژبه
- کله چې زنګ وهل خوندي وي.
بیابه یو ترجمان تاسو ته زنګ ووهي.
د رواني روغتیا او هوساینې مرکزونه
د رواني روغتیا او هوساینې مرکزونه کولی شي تاسو سره د یو لړ مسلو په حل کې مرسته وکړي، پشمول د:
- اندیښنه
- بې کوره کیدل
- مالي ستونزې
- د ټولنې څخه انزوا
- د مخدره توکو کارول یا روږدي کیدل
- هرهغه تکلیف چې تاسو یې لرئ.
د نورو معلوماتو لپاره
betterhealth.vic.gov.au/mental-health-and-wellbeing-hubs
ته مراجعه وکړئ یا
شمېرې ته زنګ ووهئ.
که تاسو په خپله ژبه کې مرستې ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د ملي ژباړې او ترجمې خدماتو ته په
شمېره زنګ ووهئ او د ژباړونکي غوښتنه وکړئ. بیا
شمېرې د رواني روغتیا او هوساینې مرکزونو سره د وصل کیدوغوښتنه وکړئ.
Updated 16 October 2025
About the VIC Government
- The Premier and ministers
- Find a Vic Gov department, agency or service
- Strategies and policies
- Inquiries and royal commissions
Grants and programs
Jobs and careers
Arts, culture and heritage
Business and the workplace
- Mentally Healthy Workplaces Framework
- Portable Long Service Authority
- Victoria’s racing industry
- Workforce Inspectorate Victoria
- Liquor licensing, sale and supply
Communities
- Children
- First Peoples - State Relations
- Finding records
- Gender equality & women’s leadership
- LGBTIQA+ equality
- Multicultural communities
- Seniors Online
- Veterans support and commemoration
- Volunteering in Victoria
- Youth Central
Education and training
- Victorian Early Childhood Regulatory Authority
- Early childhood education – information for professionals
- Kinder: Best Start, Best Life
- Education – information for parents
- Schools.Vic - information for schools
- Education grants, programs, awards and events
- PROTECT
- TAFE, training and universities sector
- TAFE Victoria
- Victorian Skills Authority
- Apprenticeships Victoria
- Learn Local
Environment, water and energy
Finance and economy
Health and social support
- Family violence reform
- NDIS Worker Screening Check
- NDIS and disability services and support in Victoria
- Patient Review Panel
- Transforming Trauma Victoria
Housing and property
Law and justice
- Adoption
- Births, deaths and marriages
- Honorary justices
- Machete ban
- Safeguarding Victorians against terrorism
- Stolen Generations Reparations Package
- Victims of Crime
- Victorian Racing Tribunal
Safety and emergencies
- Emergency Recovery Victoria
- Victorian Emergency Relief and Recovery Foundation
- Emergency Recovery Resource Portal
- How well do you know fire
- Fire Services Reform
- Water safety
- Marine Search and Rescue
Science and technology
- Data sharing and open data
- Data.vic - discover and access Vic Gov open data
- Developer.Vic - portal for API developers
- Go.vic URL shortener
- Vic Gov IT project dashboard
- Victoria’s free public wi-fi network
- Cyber security in the Victorian Government
Sport and recreation
Traffic and transport
- Cameras Save Lives
- Transport Fines
- Getting Around
- Transport Planning
- Transport Future
- Climate Change and transport
- Future Directions For Transport
- Transport projects
- Ports and Freight
Working in the Victorian Government
- Single Digital Presence home
- Accommodation and Library Services
- Executive employment in the Victorian public sector
- Budget, procurement and funding
- Careers in the Victorian Government
- Council and Regulator Toolkit
- Guidelines for working in government
- Join a government network
- Standards and guidelines
- VicFleet CarPool
- Victorian Government style guide