وړکتون څنګه کار کوي (How kinder works) - پښتو (Pashto)
On this page
- د چمتووالی ټولګي څخه مخکنی ټولګی (Pre-Prep) څه شی دی؟
- د وړکتون ساعتونه
- ثابتې پایلې
- والدین اود وړکتون ښوونکي څنګه یوځای کاروکړي
- په وړکتون کې څه پیښیږي
- وړکتون زموږ د ګڼې کلتوريزې ټولنې برخه ده
- د وړکتوني پروګرامونو ډولونه
Kinder، چې د “وړکتون” یا “د ماشومتوب لومړنۍ زده کړې” په نوم هم یادیږي، ستاسو د ماشوم د ودې او زده کړې یوه مهمه برخه ده. په 3 کلنۍ کې د یو با کیفیته وړکتون پروګرام پیلول کولی شي د ماشومانو د مهارتونو په وده کې مرسته وکړي، ترڅو هغوی په ژوند او ښوونځي کې ښه پرمختګ وکړي.
تاسو کولای شئ د خپل ماشوم د زېږېدنې نیټه د عمرد پیل په محاسبه کې دننه کړئ ترڅو معلومه کړئ چې دوی په کوم کال کې درې او څلور کلن وړکتون پیل کولای شي.
د چمتووالی ټولګي څخه مخکنی ټولګی (Pre-Prep) څه شی دی؟
له ۲۰۲۵ کال څخه، د څلور کلنو وړکتون، د چمتووالي ټولګي څخه په مخکني ټولګي بدل شوئ.
له ۲۰۲۶ کال راهیسې، هره اونۍ له ۱۶ څخه تر ۲۵ ساعتونو پورې د Pre-Prep ساعتونه د هغو ماشومانو لپاره شته چې:
- د مهاجر یا پناه غوښتونکي له کلتور څخه دي
- د اصلي بومي او/یا توریس سټریټ ټاپو په توګه پیژندل کیږي
- چې کورنۍ یې د ماشومانو د خوندیتوپ ادارې سره اړیکه نیولې وي.
Pre-Prep به د لوبې پر بنسټ دوام وکړي او د کوچنیو ماشومانو د مسلکي ښوونکو لخوا به پرمخ بیول کیږي.
اضافي ساعتونه ماشومانو ته ډېر وخت ورکوي چې د لوبو له لارې زده کړه وکړي او خپل مهارتونه او باور ته وده ور کړي.
Pre-Prep د ځانګړو (نصابي) وړکتونونو او دورځنۍ پاملرنې داوږدمهاله مرکزونو له خوا پر مخ وړل کیږي.
Pre-Prep، د څلور کلنو وړکتون او درې کلنو وړکتون د وړیا وړکتون برخه دي. د وړیا وړکتون (Free Kinder) په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
د وړکتون ساعتونه
تمویل شوي درېکلن وړکتوني پروګرامونه په اوونۍ کې له 5 څخه تر 15ساعتونو پورې د لاسرسي وړ دي. د تمویل شویو څلور کلنو ماشومانو لپاره د وړکتون پروګرامونه په اونۍ کې 15 ساعته وړاندې کېږي.
په ویکتوریا کې څلور کلن وړکتون Pre-Prep ته اوړي، چې ساعتونه یې په کراره کراره هره اونۍ له ۱۵ څخه ۳۰ ته پورته کیږي.
ثابتې پایلې
هغه ماشومان چې د وړکتون پروګرام ته ځي د مهارتونو په پراختیا پیل کوي لکه داچې څنګه شمېر وکړي اوحرفونه اونمرې وپیژني، اوڅنګه ستونزې حل کړي. ستاسوماشوم به په وړکتون کې په خپل ځان باوراوخپلواکي ترلاسه کړي، ټولنیزاواحساساتي مهارتونه به زده کړي. دوی به ټولنیز خاصیت ولري او نوي ملګري به پیدا کړي.
کله چې ستاسو ماشوم په دوامداره توګه وړکتون ته ځي، دوی د خپلو ملګرو او ښوونکو سره ژورې اړیکې تجربه کوي. د تړاو دا احساس ستاسو ماشوم سره مرسته کوي چې ارزښتناکه، خوندي او ډاډمن احساس وکړي ترڅو زده کړه وپلټي او خوند ترې واخلي.
د وړکتون وړاندوینې اوورځنۍ چارې داسې جوړښت رامنځ ته کوي، کوم چې ستاسو له ماشوم سره مرسته کوي چې په ډله کې د زده کړې په اړه ډېر ډاډمن احساس وکړي. د ماشومانو منظم ګډون کولای شي ستاسو ماشوم سره مرسته وکړي چې په اسانۍ سره ښوونځي ته تیار شي. دا ځکه، کوم ماشومان چې په دوامداره توګه وړکتون ته ځي، د ښوونځي له پیل وروسته یې د حاضرۍ د کچې د ساتلو احتمال ډېروي.
څېړنې ښيي چې په 16 کلنۍ کې، هغه زده کوونکي چې له ښوونځي څخه وړاندې یې د 2 یا 3 کلونو لپاره د وړکتون پروګرام کې ګډون کړی و، د انګلیسي او ریاضي په ازموینو کې له هغو زدهکوونکو څخه لوړې نمرې ترلاسه کړې وې چې ګډون یې نه و کړی.
والدین اود وړکتون ښوونکي څنګه یوځای کاروکړي
وړکتون د والدینو/څارونکو، کورنیو او ښوونکو ترمنځ په ګډه توګه غوره کار کوي. د موراو پلار/ پالونکي په توګه، تاسو د خپل ماشوم د پرمختګ تر ټولو مهمه برخه یاست. تاسو دوی ته له غلطۍ څخه د سموالي درس ورکوئ، ستاسو ژبه، کلتوراو ارزښتونه همدارنګه مهرباني او درناوی. ښوونکي به له تاسو سره، چې په وړکتون کې څه پیښیږي اوستاسو له ماشوم سره په کورکې د دوامداره زده کړو د لارو چارو په اړه خبرې وکړي. دوی غواړي ستاسود ماشوم د علاقې په اړه پوه شي او دا چې دوی څنګه زده کړه خوښوي.
تاسوکولای شئ د خپل وړکتون له ښوونکي څخه وغواړئ چې هروخت تاسو ته ژباړونکی ونیسي. دا کیدای شي چې مخامخ یا د ټیلیفون یا د ویډیو له لارې وي دې خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د کورنیو لپاره هیڅ لګښت نشته.
که تاسو غواړئ له خپل وړکتون سره په غوره ژبه خبرې وکړی، تاسو کولای شئ د والدینو او پالونکو لخوا د تلیفون له لارې د وړیا ژباړې خدمت وکاروئ. دا خدمت اوس مهال په 30 ژبو کې وړاندې کیږي.
تاسو به ترجمان ته د وړکتون نوم او د تلیفون شمیره ووایاست او ترجمان به تاسو ته ترهغه وخته ژباړه کوي ترڅو چې ستاسو کار پای ته ورسیږي. د والدینو او پالونکو لپاره په لارښود کې ورکړل شوي ګامونه تعقیب کړئ.
په وړکتون کې څه پیښیږي
ښوونکي ماشومان هڅوي چې د لوبې له لارې زده کړه وکړي. په فعالیتونوکې کیدای شي انځورایستل، سندرې ویل، ختل، کیندل او په بهرکې منډې وهل، د لوبو په شیانو لوبې کول اود کتابونولوستل شامل وي. لوبې ماشومان هڅوي چې خپل تخیل وکاروي او کشفونه وکړي، کله چې له نورو سره د شریک کولو او بدلولو له لارې په نوبت سره همکاري کوي. ماشومان به د غږونو، لغتونواو ژبې په اړه زده کړه وکړي، په شمول ددې چې څنګه خبرې وکړي او په انګلیسي پوه شي.
وړکتون زموږ د ګڼې کلتوريزې ټولنې برخه ده
د وړکتون پروګرامونه د ټولو کلتورونو والدینو ته ښه راغلاست وايي چې د دوی د ټولنو برخه شي. دا یوداسې ځای دئ چیرې چې والدین کولای شي سره وګوري او کیسې شریکې کړي اویو له بل څخه یې زده کړي.
ښوونکي غواړي ستاسود ماشوم اوستاسود کلتور په اړه پوه شي. دا له دوی سره مرسته کوي، چې هغه پروګرامونه چمتوکړي کوم چې ستاسود ماشوم لپاره معنی ولري، د داسې فعالیتونو په ګډون چې کلتوري ورځې اوپیښې په ویکټوریا کې په بېلابېل ډول لمانځل کیږي.
ښوونکي هریو په فعالیتونوکې شاملوي، نوهغه ماشومان چې انګلیسي خبرې نه کوي د نورو په څیرد لوبې او زده کړې مساوي فرصت لري. د وړکتون ځینې پروګرامونه دوه ژبي ښوونکي لري څوک چې له هغوماشومانوسره مرسته کوي چې په انګلیسي لږ یا هیڅ خبرې نشي کولای. ماشومانو ته دا هم ښوول کیږي چې له نورو سره یوځای شي او نور ومني اوکلتوري توپیرونو ته یې درناوی وکړي.
د وړکتوني پروګرامونو ډولونه
ماشومان کولی شي د درې کلنو ماشومانو د وړکتون پروګرام یا خو په اوږد مهاله ورځني پاملرنې مرکز (long day care – چې ورته “childcare” هم ویل کېږي) کې ګډون وکړي، یا په خپلواک وړکتوني خدمت (standalone kinder service – چې ورته “sessional” هم ویل کېږي) کې شامل شي. دغه خدمتونه معمولاً د څلورکلنو ماشومانو لپاره د وړکتون پروګرام هم وړاندې کوي.
د اوږدې ورځې د پاملرنې مرکز کولای شي د وړکتون د پروګرام په شمول، ټوله ورځ زده کړه او پاملرنه وړاندې کړي. د ښوونکي په مشرۍ د وړکتون پروګرام د زده کړې او پاملرنې له اضافي ساعتونو سره یوځای کیدای شي.
په یوازیني خدمت کې، د وړکتون یو پروګرام به یوازې په ځانګړو ورځو او ځانګړو وختونو کې کار وکړي. یوازې خدمت معمولا د ښوونځي په موده کې په کال کې د ۴۰ اونیو لپاره کار کوي او په ورته وخت کې د ښوونځیو رخصتي اخلي. دا ورځې او ساعتونه د وړکتون د خدمت لخوا ټاکل شوي.
Updated 26 March 2026
About the VIC Government
- The Premier and ministers
- Find a Vic Gov department, agency or service
- Strategies and policies
- Inquiries and royal commissions
Grants and programs
Jobs and careers
Arts, culture and heritage
Business and the workplace
- Mentally Healthy Workplaces Framework
- Portable Long Service Authority
- Victoria’s racing industry
- Workforce Inspectorate Victoria
- Liquor licensing, sale and supply
Communities
- Children
- First Peoples - State Relations
- Finding records
- Gender equality & women’s leadership
- LGBTIQA+ equality
- Multicultural communities
- Seniors Online
- Veterans support and commemoration
- Volunteering in Victoria
- Youth Central
Education and training
- Victorian Early Childhood Regulatory Authority
- Early childhood education – information for professionals
- Kinder: Best Start, Best Life
- Education – information for parents
- Schools.Vic - information for schools
- Education grants, programs, awards and events
- PROTECT
- TAFE, training and universities sector
- TAFE Victoria
- Victorian Skills Authority
- Apprenticeships Victoria
- Learn Local
Environment, water and energy
Finance and economy
Health and social support
- Family violence reform
- NDIS Worker Screening Check
- NDIS and disability services and support in Victoria
- Patient Review Panel
- Transforming Trauma Victoria
Housing and property
Law and justice
- Adoption
- Births, deaths and marriages
- Honorary justices
- Machete ban
- Safeguarding Victorians against terrorism
- Stolen Generations Reparations Package
- Victims of Crime
- Victorian Racing Tribunal
Safety and emergencies
- Emergency Recovery Victoria
- Victorian Emergency Relief and Recovery Foundation
- Emergency Recovery Resource Portal
- How well do you know fire
- Fire Services Reform
- Water safety
- Marine Search and Rescue
Science and technology
- Data sharing and open data
- Data.vic - discover and access Vic Gov open data
- Developer.Vic - portal for API developers
- Go.vic URL shortener
- Vic Gov IT project dashboard
- Victoria’s free public wi-fi network
- Cyber security in the Victorian Government
Sport and recreation
Traffic and transport
- Cameras Save Lives
- Transport Fines
- Getting Around
- Transport Planning
- Transport Future
- Climate Change and transport
- Future Directions For Transport
- Transport projects
- Ports and Freight
Working in the Victorian Government
- Single Digital Presence home
- Accommodation and Library Services
- Executive employment in the Victorian public sector
- Budget, procurement and funding
- Careers in the Victorian Government
- Council and Regulator Toolkit
- Guidelines for working in government
- Join a government network
- Standards and guidelines
- VicFleet CarPool
- Victorian Government style guide