Mini vic.gov.au

This is a low bandwidth version of vic.gov.au. Contents may not be up to date. © Copyright State Government of Victoria

څنګه او کله نوم لیکنه وکړو (How and when to enrol) - پښتو (Pashto)

On this page

څرنګه نوم لیکنه وکړو

د نوم لیکنې د پروسې په اړه له خپلې سیمه ایزې ښاروالۍ یا وړکتون سره خبرې وکړئ. تاسو کولای شئ د درې کلنو وړکتون د پوښتنو ټیلیفوني کرښې ته په 663 338 1800 شمېره زنګ ووهئ یا 3YO.kindergarten@education.vic.gov.au ته بریښنالیک واستوئ.

په خپله ژبه کې د مرستې لپاره یا د ژباړونکي د ترلاسه کولو لپاره، لومړی د ملي ژباړې او ترجمې خدمتونو ته په 450 131 شمېره زنګ ووهئ.

تاسو کولای شئ له خپل وړکتون څخه د والدینو او پالونکو د وړیا تلیفوني کرښې له لارې د ژباړې د خدمتونو د کارولو په اړه د معلوماتو غوښتنه هم وکړئ.

ژر/وختي پیلیدونکی وړکتون (ESK)

د پناه غوښتونکو یا کډوالو ډلو ماشومان کولای شي د ژر/وختي پیلیدونکي وړکتون له لارې وړکتون ته د لاسرسي لومړیتوب ترلاسه کړي اواضافي مرستو ته لاره پیدا کړي. د نوم لیکنې پر مهال تاسو کولای شئ د ژر پیلیدونکي وړکتون په اړه له خپل سیمه ایزو خدمتونو نه پوښتنه وکړئ، یا د نورو مالوماتو لپاره ژر پیل کیدونکی وړکتون ته مراجعه وکړئ.

کله نوم لیکنه وکړو

په ویکتوریا کې، تاسو کولای شئ ماشومان په وړکتون کې په ۳ کلنۍ کې شامل کړئ. که تاسو غواړئ پوه شئ چې ماشوم مو د درې کلنو او څلور کلنو وړکتون یا د ښونځي د لومړي ټولګي د امادګۍ دوره په کوم کال کې پیلولای شي نو د ماشوم د زیږیدنې نيټه د عمر معلومولو ماشین کې دننه کولای شې.

که د جنورۍ ۱ او اپریل ۳۰ نیټې تر مینځ مو ماشوم زیږیدلی وي تاسو انتخابولای شئ چې ماشوم مو له کوم کال نه د درې کلنو وړکتون پيل کړي. په هغه کال مو چې ماشوم درې کلن شو یا څلور کلن کولای شي په همغه کال د درې کلنو ماشومانو وړکتون پیل کړي. که ماشوم مو په درې کلنۍ کې د درې کلنو وړکتون پیل کړي نو دوی به بیا په ۵ کلنۍ کې خپل ښونځی پیلوي. که ماشوم مو په څلور کلنۍ کې د درې کلنو وړکتون ته واستوو بیا به هغوی په ۶ کلنۍ کې خپل ښونځی پیلوي.

د وړکتون یو پروګرام پیدا کړئ

که غواړئ هغو خدمتونو یا دفترونو ته لاسرسی پیدا کړئ چې تایید شویو وړکتونونو پروګرامونه لري، نو د وړکتون یو پروګرام پیدا کولو ویب پاڼی ته مراجعه وکړئ. ستاسوسیمه ایزې ښاروالي او د وړکتون خدمتونه هم کولای شي ستاسو سره په وړکتون کې د ځای موندلو لپاره مرسته وکړي.

په وړکتون باندې د تایید نښه یا علامه ولټوه

پهوړکتون د تایید علامه یا نښهد ویکتوریا له کورنیو سره مرسته کوي چې د خپلو ماشومانو لپاره د وړکتون یو منل شوی پروګرام پیدا کړي.

د خپل سیمه ایزوړکتون خدمت کې د وړکتون ټیک لوګو، په خدمتونویا مرکزي ودانۍ یا میدانونو، یا د دوی په ویب پاڼه یا د دوی په معلوماتي موادوکې وګورئ.

Updated 26 March 2026



About the VIC Government

Grants and programs

Jobs and careers

Arts, culture and heritage

Business and the workplace

Communities

Education and training

Environment, water and energy

Finance and economy

Health and social support

Housing and property

Law and justice

Safety and emergencies

Science and technology

Sport and recreation

Traffic and transport

Working in the Victorian Government