Mini vic.gov.au

This is a low bandwidth version of vic.gov.au. Contents may not be up to date. © Copyright State Government of Victoria

د ماشتوب لومړنۍ دورې د زده کړو مسلکي یا کاري ژوند پیلولو فرصتونه (Career Opportunities in Early Childhood Education) - پښتو (Pashto)

On this page

د ماشومتوب دورې د لومړنیو زده کړو نویو ښوونکو او مربیانو لپاره د مسلکي پراختیا/کار فرصتونه

د ویکټوریا ایالت د بدلون رامنځته کولو په پار هوډ کړی چې د ویکټوریا ټولو کورنیو لپاره بهتره نتیجې راوباسي، چې په دې کې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې کلتور/کلچر له پلوه توپیر لري، په نورو ژبو خبرې کوي.

د ماشتوب لومړنیو/ابتدائي زده کړو کې د لا ډیرې پراختیا په موخه د غوره پیل، غوره ژوند اصلاحات به د خپلې ژمنې سره سم خپله وعده پوره او له ۳۷۰ میلونو زیاته پانګوونه وکړي.

د کاري ځواک برخه کې یو شمیر نوښتونه طرحه شوي چې له مخه به ېې د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو لپاره د ټول ایالت په کچه ۱۱۰۰۰ نور اضافي ښوونکي راجذب او پیاوړي شي.

د بیلا بیلو کلتورونو په شرایطو وړو هغه نوماندانو لپاره، مالي او غیر مالي مرستې شته چې هڅه کوي د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو کې یو کاري/مسلکي ژوند پيل کړي.

دا چې څرنګه کولائ شئ د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو د برخې ښوونکی او مربي شئ لاندیني مالومات درسره وګورئ.

د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو کې مسلکي/کاري ژوند ته پراختیا ورکول.

د ځینو هغه علاقمندو خلکو لپاره د درس زده کولو او مالي مرستو یو څو لارې شته چې د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو د څانګې ښوونکی یا مربي کیدل غواړي. د لا نورو مالوماتو لپاره،مراجعه وکړئ: د ماشومتوب دورې لومړنیو زده کړو کې د زده کړو او کار کولو لپاره مالي مرسته| vic.gov.au.

د ماشومتوب لومړنیو زده کړو څانګه کې مسلکي لاره نیولو او دغه برخه کې زده کړو لپاره مالي مرستو لپاره مراجعه وکړې،د ماشومتوب لومړنۍ دورې ښوونکی یا مربي کیدلو دنده پیل کړه.

ګمارنه/کار کول

د ماشومتوب ابتدایي دورې زده کړو کې کار موندنه/ ګمارنه د انفرادي خدمتونود مدیرانو او د وړکتون د پروګرامونو د چمتوکونکو له خوا اداره کیږي.

مراجعه وکړئ،د ماشومتوب لومړنیو زده کړوویب پاڼی ته، تر څو په دغه سکټور کې د بوختو کسانو قضيې مطالعه او وپلټۍ چې کوم کارونه یا دندې شتون لري.

د ماشومتوب لومړنۍ دورې د زده کړو هغو کورسونو لپاره چې لا اضافي مرسته رسولای شي، د ماشومتوب لومړنۍ دورې زده کړو د شراکت دریمې کچې پروګرامونو ته، مراجعه وکړئ| vic.gov.au.

Updated 26 March 2026



About the VIC Government

Grants and programs

Jobs and careers

Arts, culture and heritage

Business and the workplace

Communities

Education and training

Environment, water and energy

Finance and economy

Health and social support

Housing and property

Law and justice

Safety and emergencies

Science and technology

Sport and recreation

Traffic and transport

Working in the Victorian Government